په افغانستان کې د نوري فایبر شبکې د پراختیا ستراتیژیکې موخې

naweed_admin
شنبه ۱۳۹۹/۵/۴ - ۱۴:۵۴
Fiber Optic

 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د ګړندۍ پراختیا او ودي ته په کتو سره، دا پدیده د معاصر ژوند یوه لازمي برخه ګرځیدلې. نن سبا په هیواد کې لږ خلک شتون لري چې سمارټ فونونه یا مخابراتي خدمتونه نه کاروي. له بلې خوا، موږ په ټکنالوجۍ روږدي یو که چیرې یوه ورځ د کوم دلیلامله له هغېڅخه لرې شو، موږ به د هغې اړتیا احساس کړو. د ټکنالوجۍ پرمختګ او نوښت سره، د اوزارونو کیفیت هم خورا د پرمختګ لوړې کچېته بدل شوی دی.

د تلیفون اختراع په پیل کې، د مسو کیبلونه د معلوماتو او غږ لیږدولو لپاره کارول کیدل، مګر نن ورځ د ټکنالوجۍ پرمختګ او د انساني اړتیاوو د زیاتوالي په پایله کې دا کیبلونه نوي نسل لپاره د لارښودو سیګنالونو او یا نوري فایبر ته لاره هواره کړې.

د نوري فایبر شبکې د نوي ټکنالوجۍ اسانه کارولو لپاره چې لوی بانډویډ په ګړندي ډول لیږدوي ،غوره انتخاب دی. له نیکه مرغه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه، د امنیتي ننګونو سره سره، تر دې دمه توانیدلی چې د هیواد 25 ولایتونه د نوري فایبر شبکې سره ونښلوي.

د نوري فایبر د پرمختګ سره، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لاندې ستراتژیکې موخې تعقیبوي:

۱- سیمه کې د معلوماتي ټکنالوجۍ ټرانزیټي مرکز په توګه د افغانستان بدلول

۲- په ملي کچه د معلوماتي ټیکنالوجۍ خدمتونو ته د نړیوالې لاسرسي لپاره بنسټ رامینځته کول

۳- د روغتیا، زده کړې او روزنې برخې ته د معلوماتي ټکنالوجۍ کارولو لپاره زمینه برابرول

۴- د نوري فایبر ملي شبکې سره د کاروونکو د اتصال لپاره بنسټیزې زیربناوې رامنځته کول

۵- د معلوماتي ټولنې جوړولو لپاره لار هوارول.

د پورتنیوموخو ترلاسه کولو لپاره، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د نوري فایبر شبکې د پراختیا لپاره هراړخیز پلان تدوین کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته