هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۰
ریاست مخابرات ولایت هرات

د هرات ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو(اساسات ،ام اس ورد، اکسل، اکسس، پاورپوینټ) او د انټرنیټ اساساتو په برخه کې، د نهه دیرشمې دورې له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۲۷ تنو زده کوونکوته د فراغت بري ليکونه وويشل شول.

د فراغت د مراسمو په ترڅ کې د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د بیلابیلو ادارو کارکوونکو ، زدکوونکو او محصلینو ګډون درلود.

په یاده غونډه کې لومړی د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د مراسمو پرمهال د ټکنالوژي اړوند علمی اړتیا ته په اشاری سره وویل چی د ټولنی ځوانان باید د نورو علومو ترڅنګ د تکنالوژی په علم هم سمبال شی، او د ریاست هڅه دا ده چې ځوان قشر په عصري ټکنالوژۍ سمبال کړي او د زده‌ کړو فرصتونه لا پراخ کړي.

وروسته یو شمیر مسؤلو ګډونوالو په خپلو خبروکې د زدکوونکو او محصلینو هڅې وستایلې او ټينګار یې وکړ چې د معلوماتي ټکنالوژۍ پرمختګ د هیواد د پرمختګ او د ځوانانو د کاري فرصتونو د زیاتولو لپاره حیاتي دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجژۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوژۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په نظري او عملي ډول تدریس کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته