لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د رسولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او مخابراتي شرکتونو تر منځ د ۳۶۵ میلیونو افغانیو په ارزښت تړون لاسلیک شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۱:۱۲
وزارت مخابرات

د یوې ناستې په ترڅ کې چې د ریاست الوزراء عالي مقام اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم مولوي صاحب نجیب الله حقاني هم حضور درلود د خصوصي مخابراتي شرکتونو سره د ۳۶۵میلیونو افغانیو په ارزښت هغو سیمو لپاره چې د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې دي د مخابراتي خدمتونو د رسولو تړون لاسلیک شو.

امضا قرارداد وزارت مخابرات با شبکه های بیسیم

دغې ناسته کې د ریاست الوزراء عالي مقام اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر د یادو تړونونو د لاسلیک کېدو پر مهال وویل،د افغانستان اسلامي امارت د ملت خدمت د ځان مسؤلیت ګڼي او په ټول توان هڅه کوي چې هېوادوالو ته د ژوند د نورو برخو ترڅنګ، په ښه او لوړ کیفیت مخابراتي خدمتونه هم وړاندې کړي. 

عقد قرارداد وزارت مخابرات با شبکه های بیسیم

محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښې اسانتیاوې رامنځ ته کړي او د ټولو هغو ملي سوداګرو او پانګوالو له هڅو قدردانی کوي چې د هېواد د اقتصادي ودې په موخه پانګونه کوي. 
‏د دغو قراردادونو له مخې افغان بیسیم او ام‌ټي‌ان مخابراتي شرکتونه د کندهار، نورستان، بدخشان، ارزګان، زابل، کونړ، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د ۳۳ سایټونو د جوړېدو له لارې په هغو لرې پرتو سیمو کې چې خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري؛ مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارمندانو ته د وړتیا لوړونې یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست د دغه وزارت د آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو د ظرفیت لوړولو...

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۴:۴۶
Background image

له دلارام ولسوالۍ څخه تر زرنج ښار پورې د نوري فایبر د غځولو پروژه پرانیستل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت په اساس د هیواد د نوري فایبر حلقوي رینگ...

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۵:۵۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر کابل کې د چین هېواد سفیر سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزارت سرپرست ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر...

بېرته خبرونه ته