فراه ولایت مقام، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، اترا اداري امریت او په لويديځ زون کې د مخابراتي شبکو يو شمير مسؤلینو ترمنځ غونډه ترسره شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۳:۱۴
ولایت فراه

د فراه ولایت والي محترم الحاج مولوي غوث الدین «رهبر»، په ګډون د دې ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژې رئیس، اترا امریت امر او په لويديځ زون کې د مخابراتي شبکو يو شمير مسؤلینو تر منځ د مخابراتي شبکو د لا پياوړتيا او ښو چوپړتیاوو د وړاندې کولو په موخه غونډه جوړه شوه.

د يادې غونډي په پیل کې د فراه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژې رئیس د خپلې اداري د کړنو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې او زياته يې کړه؛ چې د ا.ا.ا له بیا واکمنېدو سره مو هغو لیرو او پرتو سیمو ته چې په تیر شل کاله کې هیڅ مخابراتي خدمات نه وه تر سره شوي په کافي ډول مخابراتي خدمتونه واړندي کړې دي.

ورپسې د مخابراتي شبکو یو شمير استازو د مخابراتو او انټرنټ په برخو کې د خپلو کړنو د شريکولو ترڅنګ يې زياته کړه، چې د ا.ا.ا له بیا واکمنېدو سره زموږ په مخابراتي چوپړتیاوو کې د پام وړ بدلون‌‌ راغلی او هڅه شوې، ترڅو مخابراتي چوپړتیاوې پیاوړې او نورو لرو پرتو سيمو ته یې هم وغځوو.

مخابرات ولایت فراه

دیادولو وړده چی د ناستي په پاې کې د یاد ولایت محترم والي د مخابراتي شبکو پر استازو يې غږ وکړ، چې خپلې مخابراتي چوپړتیاوې د فراه ولايت هغو لیرو پرتو سيمو ته چې تر اوسمهاله له مخابراتي چوپړتیاوو بې برخې دي هم ورسوي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۵:۴۹
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي غونډه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري پلاوي مجلس د یاد وزارت...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۴:۵۵
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارمندانو ته د وړتیا لوړونې یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست د دغه وزارت د آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو د ظرفیت لوړولو...

بېرته خبرونه ته