غور ولایت کې دسلام مخابراتي شبکی دوه نوي مخابراتي سایټونه جوړیږي

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۵:۹
مخابرات ولایت غور

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې پر اساس او د غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او افغان ټلي کام مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د غور ولایت په مرغاب او الله یار ولسوالیو کې د افغان ټلي کام مخابراتي شرکت سلام شبکې له لورې دوه نوي سایټونه په نیږدې راتلونکي کې جوړیږي.

د دغو سایټونو په جوړیدو سره به د یادو ولسوالیو اوسېدونکي و کولای شي لوړ کیفیت او چټک مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د نوموړو ولسوالیو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته