غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست او غور ولایت لوړو زده کړو مؤسسې د کمپیوټر ساینس پوهنځي تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د غور ولایت لوړو زده کړو موسسې د کمپیوټر ساینس پوهنځي تر منځ د علمي او عملی چارو، غونډو او سیمینارونو ترسره کولو لپاره مناسبې کاري ساحې رامینځته کولو، د ادارو ترمنځ د همکارۍ کلتور ته د ودې ورکولو، کارمندانو او محصلینو ته د ساینسي او تخصصي تجربو لیږدولو، او د دواړو ادارو د ظرفیتونو لوړولو په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست یاد هوکړه لیک د محصلینو د وړتیاوو لوړولو لپاره ګټور وباله او د غور ولایت لوړو زده کړو موسسې له ادارې سره یې د خپلې څانګې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.