رییل ټایم سیسټم، په مخابراتي مالیه کې د روڼتیا باوري سرچینه

ashiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱ - ۱۵:۱۶
رییل ټایم سیسټم، په مخابراتي مالیه کې د روڼتیا باوري سرچینه

دوشنبه د ۱۳۹۸ کال د مرغومې میاشتې ۳۰ نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، په رییل ټایم سیسټم کې د لس سلنه مخابراتي مالیې د بشپړې روڼتیا برخې فعالولو له امله د دغه وازرت له رییل ټایم ریاست څخه قدرداني وکړه.
په دغه لیدنه کې ښاغلي هاشمي وویل: «هر افغان حق لري، چې د لس سلنه مخابراتي مالیې له محصولاتو څخه له نیږدې څارنه وکړي او خبر شي.»
د نوموړي په وینا، له دغه سیسټم څخه د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمیسیون وکیلانو څار او بشپړ رضایت ښيي، چې نور باید هیوادوال په مخابراتي مالیه کې د فساد په اړه هیڅ راز اندېښنه ونکړي.
د رییل ټایم ادارې رییس محمد همایون غفوري هم، په دغه برخه کې د هر اړخیز ملاتړ له امله د وزارت له مشرتابه څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه: «خوښ یو چې د هر اړخیزو هڅو له امله ډېر ژر، په مخابراتي مالیه کې د روڼتیا سیسټم ونښلول شو او په نیږدې راتلونکې کې به د دغه سیسټم دوهمه برخه هم فعاله شي.»

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته