د (Tallinn e-Governance Conference 2018: Governance for Digital Citizens) په کنفرانس کې د افغانستان د مخابراتي سکټور د جکپوړي استازي ګډون

mcitadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۳/۹ - ۵:۳
kkkk

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مالي او اداري مرستیال ښاغلي دکتور هادي هدایتي د استونیا په تالین ښار کې د بریښنایي حکومتولۍ په اړه جوړ شوي کنفرانس کې چې روان کال ۲۹ د مۍ څخه تر ۳۰ پورې دوام درلود ګډون وکړ. په دغه کنفرانس کې د ګډون هدف د هېواد بریښنایي حکومتولۍ لپاره د تخینکي او مسلکي مرستې او ملاتړ تر لاسه کول دي.    
په یاده غونډه کې ښاغلي هدایتي په هېواد کې د برښنایي حکومتولۍ په تړاو د مخابراتو وزارت د وضعیت، فرصتونو او لاسته راوړنو لکه د آنلاین پاسپورټ پروسې پرانیستل، د موبایل له لارې د معاشونو ورکول، د هېواد اداري سیستم د بریښنایي کولو په هدف په مختلفو دولتي ادارو کې د GRP سیستم تطبیق، د تعلیمي او تحصلي بنسټونو لپاره د الیکترونیکې کتابتونونو جوړول، په آنلاین شکل د تجارتي جواز توزیع کول او د بريښنایي پېژندپاڼو د ویش لړۍ پرانیستې په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل. چې د ګډونوالو د پاملرنې وړ وګرځېدل.
په دغه نړیوال کنفرانس کې د معلوماتي ټکنالوجۍ جګپوړو پوهانو، څیړندویانو او مسئولینو لخوا د څیړنو، نوښتونو او ابتکاراتو په اړه بحث وکړ. د غونډې په څنډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د استونیا هېواد د برښنیاي حکومتولۍ اکاډومۍ ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه لیک په اساس به د دواړو هېوادونو ترمنځ د بریښنایي حکومتولۍ د پلي کولو او د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو جوړولو په اړه همکارۍ کېږي. 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته