د ۱۳۹۹ مالي کال کې د لغمان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کړنې او مهمې لاسته راوړنې

naweed_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۱۵:۲۵
گزارش دستاوردهای ولایت لغمان ۱۳۹۹

۱- د مختلفو مخابراتی کمپینو (۷) نوي مخابراتی آنتنونو نصبول.

۲- له 2 G څخه 3 G ته د ۲۱ مخابراتی آنتنونو اړول.

۳- د ۲.۹۸۵ کیلو متره نوري فایبر په واسطه ۳ ښوونخي او ۲ دولتي ادارې له انټرنټ سره وصل شوي دي.

۴- له درونټې څخه تر استحکام پُل پورې د ۵۲ کیلو مترو په اوږدوالي دافغان بیسیم او ACG شرکتونوجلا جلا فایبرونه غځول.

۵- د ډیجیټل کاسا د GovNet پروژې له لارې انټرنټ سره د وصلیدو په موخه د ۸۳ دولتي ادارو او ښوونځیو سروې بشپړول.

۶- د P2P او وایمکس له لارې انټرنټ سره ۱۶ ښوونخیو نښلول.

۷- مهترلام ښار کې د (1) FM راډیو او (1) تلویزیون دفریکونسی غږ جواز وېشل.

۸- دمعلوماتي ټکنالوجۍ دزده کړی له مرکزونو څخه په دوه دورو کې (۱۰۸) تنه فارغیدل.

۹- په مهترلام ښار او ولسوالیو کې دغیر قانوني سیم کارتونو دخرڅلاو پروړاندې جدی مبارزه شوې چی له امله یي اوسمهال له راجستر پرته دسیم کارتونو دخرڅلاو کچه صفر شوی.

۱۰- په مډرن او معیاري ډول د پوست خونې د بیا رغونې چارې روانې دي،

۱۱- د (۴.۵) ټنو په وزن پُستي خدمتونه صادر، وارد او توزیع شوي.

۱۲- د لغمان له پسته خانې د (۴۸۹۳) جلده پاسپورتونو ویشل.

۱۳- د (۴.۴۲) میلیونه افغانیو عواید ترلاسه کول چې دمستوفیت لخوا د ورکړل شوي ټارګیټ څخه (۱۲۱.۲۶) سلنه ډیر دی.

گزارش دستاوردهای ولایت لغمان ۱۳۹۹

د لغمان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محمد همایون شمس لخوا ملت ته د حکومت حساب ورکولو لړۍ له ‏مخې، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د خپلو اجرااتو او دندو په اړه د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې راپور وړاندې کړ او د خلکو ‏پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

گزارش دستاوردهای ولایت لغمان ۱۳۹۹

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته