د کندهار عېنو مېنه کې د ۱۰۰۰۰ لاينه ډيجيټل تيلفون دستګا پرانيستل شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر سید احمد شاه سادات کندهار ته سفر وکړ او په عینو مېنه کې یې د افغان ټیلیکام ډیجیټل شبکه پرانیسته.
د پرانيستې په دې مراسمو کې د هغه تر څنګ د ولایت مقام مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب، د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال، د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهیر، ملي سوداګر محمود کرزي او ګڼو نورو سوداګرو او مخورو ګډون کړی وو.


 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر سید احمد شاه سادات د کندهار ښار په عینو مېنه کې د افغان ټلیکام اړوند د ۱۰ زره مزیو لرونکې ټيلېفوني شبکې پر پروژه ۵ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی.
د دغې ډیجیټل شبکې په پرانیستل کېدو سره به خلک ټيلېفون او انټرنټ ته لاسرسی ولري.، چې ورته ډیجیټل خدمات به ټول کندهار ولایت ته ورسېږي. اوس مهال د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې ډیجيټل مخابراتي دستګاوې فعاله دي.
سرپرست وزير وويل چې د مخابراتو وزارت د یوه ډیجیټل افغانستان لپاره پراخ پلانونه لري او په دې برخه کې له نوې ټکنالوجۍ لکه فایبر، سټلایټ، ریډیو ویو او نورو مډرنو ټکنالوجیو کار اخلي:
" ګڼې پروژې تر لاس لاندې دي چې هېواد د مخابراتو په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو له انحصاره وویستل شي او تر راتلونکو پنځو کلونو به افغانستان د دې جوګه شي چې ان له ګاونډیو هېوادونو سره د ډیجیټل ټکنالوجۍ په برخه کې مرسته وکړي."
سرپرست وزير د کندهار د خلکو ستونزې واورېدې او ژمنه يې وکړه چې د کندهار په ټولو ولسواليو کې به مخابراتي پوښښ يقيني کوي او همدا راز د کيفيت او نرخونو د ټيټولو لپاره يې د خپلو راتلونکو پلانونو يادونه وکړه. د مخابراتي خدماتو تر څنګ يې په کندهار کې د چټکو او بهتره پوستي خدماتو لپاره په عينو مېنه او کندهار کې د نويو پوسته خانو جوړولو ژمنه هم وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته