د ښوونکو، معلولینو او د ملکي خدمتونو ۵ او ۶ بستونو اعلان
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
Location
کابل
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د کابل ښار او ولایت د ښوونکو بستونو او د پینځمو او شپږمو یو زر او ۵۲۴ بستونه سیالۍ ته وړاندې کړل. د دغو بستونو درې سلنه معلولیت لرونکو افرادو ته په پام کې نیول شوي.
غوښتوونکي کولای شي د دغو بستونو لپاره د غوښتنې فورمې د کمېسیون له ویبپاڼې او یاهم اړوندو ادارو څخه په وړیا توګه ترلاسه کړي.
اعلان شوي بستونه په درې برخو وېشل کېږي:
- د ښوونکو بستونه
- پينځم او شپږم بستونه
- د معلولیت لرونکو افرادو بستونه
د اعلان شویو بستونو نوملړ له دغه ځایه ترلاسه کړئ.
غوښتونکي دې د غوښتنې فورمې له ډکولو مخکې، د ډله ییزې ازموینو بېلابېلو پړاوونو لارښود په ځېر ولولي.
د غوښتنې په فورمه کې د بست عنوان، وزارت، ریاست، د بست موقعیت او د بست کوډ په کره توګه ولیکئ.
غوښتونکي یواځې یوه بست ته د غوښتنلیک وړاندې کولو حق لري او د زیاتو غوښتنلیکونو وړاندې کولو په صورت کې، د سیالۍ له پروسې حذف کېږي.
د غوښتنې فورمې او لارښود له دغه ځایه ترلاسه کړئ.
غوښتونکي دې په کره توګه د غوښتنې فورمې له ډکولو وروسته، په فورمه باندې خپل یو عکس ونښلوي او د تذکرې او تحصیلي سندونو له کاپي سره دې اړوند مرجع ته وسپاري.
په حضوري ډول د غوښتننې فورمې ترلاسه کولو او د اسنادو سپارلو بهیر سر له سې شنبه د (کب ۲۰) په ادارو کې پيلیږي او د کب میاشتې تر پایه دوام کوي. د غوښتنې فورمو راټولول او وېشل په هر وزارت، تعلیمي حوزه / اړوند ولسوالۍ کې ترسره کېږي.
د غوښتنې فورمې ترلاسه کولو او اسنادو سپارلو پتې دلته وګورئ.
د زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره له لاندې شمېرو سره په اړیکه کې شئ:
۰۷۹۵۴۱۴۲۸۲
۰۷۹۰۶۵۵۵۵۵