د چک جمهوریت سفیر له معصومه خاوري سره وکتل‎

naweed_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۲ - ۱۵:۴
دیدار سفیر جمهوری چک مقیم کابل

پنجشنبه له غرمې مخکې، د چک جمهوریت سفیر ښاغلي ارګي بیلون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوۍ له وزیرې آغلې معصومه ‏خاوري سره وکتل او د چک جموریت د همکاریو په ځانګړي ډول د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور په برخو کې یې ‏خبرې وکړې. په دې غونډه کې د اترا ادارې رییس ښاغلي عمر منصور انصاري هم برخه اخیستې وه‎.‎

د چک جمهوریت سفیر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور پر اهمیت ټینګار سره، یادونه وکړه چې افغانستان د مخابراتي ‏خدمتونو پراختیا سره سره لاهم پدې برخه کې ډیر کار او همکاریو ته اړتیا لري‎.‎

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې محترمې معصومه خاوري هم د چک جمهوریت د دوامداره مرستو او همکاریو له امله ‏مننه وکړه او د اقتصاد، ساینس او ټکنالوجۍ په پراختیا کې د افغانستان د مخابراتو سکتور سره د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه‎.‎

د اترا ادارې رئیس ښاغلي عمر منصور انصاري هم له نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د چک جمهوریت څخه د افغانستان د ‏مخابراتو په سکتور کې د دوامداره همکاریو له امله مننه وکړه او د دغه هیواد د همکاریو او ګټورو مشورو غوښتنه یې وکړه.‏

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته