د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې د اف ټي ټي اچ (Fiber to the Home) پروژه رسماً پیل شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۳۵
FTTH

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم وزارت په منظورۍ، د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د مخابراتي زیربناو د پیاوړتیا او د عصري ټکنالوجۍ د عامولو په موخه، د FTTH (Fiber to the Home) پروژه په رسمي ډول پرانستل شوه.

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د هېواد ګوټ ګوټ ته د عصري ټکنالوجۍ او باکیفیته مخابراتي خدمتونو د رسولو په برخه کې تل هڅه کوي او دا پروژه د همدې ملي ژمنتیا یوه مهمه برخه ده چې په تطبیق سره به یې د ګردېز ښار او اړونده سیمو ته په لوړ کیفیت اینټرنت آسانتیا برابره کړي.

دا پروژه د نوري فایبر کیبلونو د غځولو له لارې د هر کور، تجارتي مرکز او دولتي او خصوصي دفترونو تر دروازې د لوړ سرعت، باکیفیته، ارزانه او باوري اینټرنېټ خدمات برابروي.

د دې پروژې په پلي کېدو سره به د ښاریانو لپاره د چټک او ثابت اینټرنټ زمینه برابره شي، چې د سوداګرۍ، تعلیم، روغتیا او نورو برخو د پرمختګ لپاره به یوه پیاوړې زیربنا وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته