د پکتیا ولایت لجې منګل ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ؤشوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۵:۷
ولایت پکتیا

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاوو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د پکتیا ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري لجې منګل ولسوالۍ په تشنک سیمه کې د ټي ډي اف لسمې پروژې له لارې مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې تر سره شوه.

د یاد مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي چې د جوړیدو سره به یې د یاې سیمې د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنټي ستونزې هوارې شي.

د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تېرو ۳ کلونو کې توانېدلی د هېواد ډېری محرومې سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې کړي او همدا راز د هېواد هغو سیمو لپاره چې هیڅ راز مخابراتي آسانتیاوې پکې نه وې موجودې، ۵۱۰ مخابراتي سایټونه په نظر کې ونیول چې اوس مهال په یادو ټولو مخابراتي سایټونو عملاً کار روان دی او یو شمېر یې ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته