د پکتیا ولایت روحاني بابا ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شرکت ۲جی او ۳جی سایټ په فعالیت پیل وکړ!

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۶:۳۳
ولایت پکتیا

د افغان تیلی‌کام مخابراتي شرکت د مخابراتي خدماتو د پراختیا او د هېوادوالو د اړیکو د آسانتیا په موخه، د پکتیا ولایت، روحاني بابا ولسوالۍ اړوند د لک دیوال په سیمه کې یو ۲جی او ۳جی مخابراتي سایټ په بریالیتوب سره فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

یاده سیمه تر دې وړاندې د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو څخه بې‌برخې وه، چې له امله یې ځایي اوسېدونکي له جدي اړیکنیزو ستونزو سره مخ وو. د مخابراتي پوښښ نشتون د خلکو پر ورځني ژوند، سوداګریزو فعالیتونو، تعلیمي چارو، روغتیايي اړیکو او بیړنیو خدماتو منفي اغېزې کړې وې.

له نېکمرغه، د سلام مخابراتي شبکې د یاد سایټ په فعالېدو سره د لک دیوال سیمې اوسېدونکو ته د غږیزو اړیکو او ډیټا خدمتونه برابر شول، چې په پایله کې یې د خلکو ګڼې ستونزې هوارې شوې دي. د سیمې خلکو له دې اقدام څخه خپله خوښي او رضایت څرګند کړی او دا یې د اړیکو د ښه والي او سیمه‌ییز پرمختګ لپاره یو مهم او اغېزناک ګام بللی دی.

د یادونې وړ ده چې د مخابراتي زیربناوو پراختیا په لرې پرتو سیمو کې د معلوماتو ته د لاسرسي، اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ لپاره بنسټیز ارزښت لري. پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجی ریاست د مخابراتی شرکتونو سره به  د ملي مسؤلیت له مخې هڅه کوي، څو د هېواد په ګوټ ګوټ کې معیاري مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي او د خلکو اړتیاوو ته پر وخت ځواب ووایي، پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته