د پوهنې ډيجيټلي کول، د نوري فايبر شبکې سره د ښوونځيو اتصال

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۹ - ۱۸:۶
دیجیتل سازی معارف کشور، برنامه اتصال مکاتب با شبکه فایبر نوری

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پوهنې وزارت په همکارۍ په پام کې لري چې د معاصرو زده کړو د اسانتياو برابرولو په موخه د دولتي ښوونځيو تر څنګ د هېواد خصوصي ښوونځي هم د نوري فایبر سره وصل او د معلوماتي ټکنالوجۍ پر تجهيزاتو سمبال کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي نن د خصوصي ښوونځيو د يو شمېر مسؤولينو سره لیدنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د ډيجيټل او الکټرونيک زده کړو د زمينه سازۍ لپاره کلک هوډ لري او اړوندو مسؤولينو ته يې لارښوونه وکړه چې خصوصي ښوونځي هم د اتصال په پروګرام کې شامل دي او د سروې چارې يې ژر پېل کړي.

د مخابراتو وزارت تر اوسه ۲۹۰ ښوونځي سروې کړي او د اتصال چارې يې روانې دي، په پام کې ده چې ۱۲۰۰ نور ښوونځي هم سروې، وروسته د نوري فایبر شبکې سره وصل او د معلوماتي ټکنالوجۍ پر تجهيزاتو سمبال شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د (AfghanSat) افغان سټ سټلايت دوه ټرانسپوڼدرونه ددې پروژې لپاره ځانګړي کړي او په هغه سيمو کې چې د نوري فایبر له لارې د اتصال زمينه نه وي، برابره، ښوونځي د سټلايت له لارې د پوهنې شبکې سره وشل شي. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته