د وزارت د مشرتابه هیأت غونډه وشوه او په مختلفو موضوګانو باندې بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۱۷:۲۷
جلسه هیئت رهبری وزارت مخابرات ۲۷ جوزا ۱۴۰۰

د دې وزارت د مشرتابه غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیرې معصومه خاوري په حضور او د پلان او پالیسۍ معین ښاغلي احمدمسعود لطیف رای او د وزارت رییسانو او نورو مسؤلینو په ګډون جوړه شوې وه.

پدې غونډه کې د بیلا بیلو برخو رییسانو د اجرااتو د ګزارشونو د اوریدلو تر څنګ په لاندې اړینو موضوګانو باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.

د منابع بشري او مالي تدرکاتو ریاستونو ستونزې بررسي او وڅیړل شوې.

د بشري سرچینو، مالي، اداري او تدارکاتو ریاستونو د ځینو ستونزو په اړه، د بروډ بانډ د پالیسۍ، د وزارت د ستراتیژۍ پلان، د عدم تسلیمۍ د انټرنیټ د تبادلې تجهیزات NiXA له ډیجیټل کاسا پروژې لخوا (په غونډه کې پریکړه وشوه چې دا قرارداد دې لغوه شي) او د ډیجیتلي ستراتیژۍ طرح د اړینو موضوګانو څخه وه چې پدې غونډه کې مطرح شوه او اړونده ریاستونو هر یو پدې اړه معلومات وړاندې کړل.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د وزارت د داخلي پروسو په ډیجیټلی کولو ټینګار او بروکراسۍ (کاغذپرانۍ) په لرې کولو یې اړوند ریاستونو ته سپارښتنه وکړه تر څو هغه موضوګانې چې ډیرې همغږۍ ته اړتیا لري په همغږۍ سره یې د اړوند برخو سره بشپړ او په راتلونکې غونډه کې یې نتایج شریک کړي.

معصومه خاوری

په دې غونډه کې درې تقنیني سندونه چې د حقوقي ریاست لخوا بشپړ شوي وو هم تصویب شول او دوه تنو حقوقي متخصصیونو چې پدې برخه کې یې زیار او هڅه کړې وه د رهبرۍ لخوا تقدیر شول.

تقدیرنامه

تقدیرنامه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته