د واخان دهليز پروژې د عملي کېدو لپاره د چين حکومت د همکارۍ تعهد

Author image
Alireza Khaliqyar
پنجشنبه ۱۳۹۷/۸/۱۷ - ۲۳:۴۵
د واخان دهليز پروژې د عملي کېدو لپاره د چين حکومت د همکارۍ تعهد

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي په چين کې د انټرنېټ د پنځم نړېوال کنفرانس په څنډه کې د چين د صنعت او مخابراتي ټکنالوجۍ وزیر محترم Chen Zhao Xiong سره د لېدنې تر څنګ د دوه اړخيزه اړيکو پر پراختيا او په ځانګړې توګه د واخان دهليز له لارې د چين سره د افغانستان د نښلېدو پروژې په اړه خبرې وکړې.

لکه څنګه چې د واخان دهليز پروژې سروې بشپړه شوې او د عملي کېدو په لار کې يې کوم خنډ نشته، نو په همدې خاطر محترم شهزاد آريوبي د پروژې د عملي کار د پېل لپاره خپل چينايي سيال ته په رسمي توګه د ۵۰ ميليونه ډالرو پروپوزل وسپاره.

محترم Chen Zhao Xiong ژمنه وکړه چې دغه پروژه به په خپلو لومړيتوبونو کې نيسي او ډېر ژر به يې اړوندو مسؤولينو سره د تائيدۍ په موخه شرکوي او افغانستان ته به ډېر ژر د مالي چارو د منظورۍ او تائيد خبر ورکړي.

ددغه پروژې په عملي کېدو سره افغانستان د چين، سويلي آسيا، اروپا او افريقا تر منځ د معلوماتو د ټرانزيټي مرکز په توګه رول تر سره کوي او د ميليونونه ډالرو عوايدو تر څنګ به افغانان په کمه بیه د چټک انټرنېټ څخه مستفيد شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته