د هند سفیر سره ناسته وشوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ سرپرست وزیر نن د هند سفیر ښاغلي منپريت اوهرا سره ولیدل.

په دغه ناسته کې د جنوبي اسیا په سپوږمکۍ کې د افغانستان د ټرمينل د پرانستې، د هند لخوا افغانستان ته د یوې بېلې ځانګړې سپوږمکۍ، د مخابراتو او ټیکنالوجي په سکتور کې د کدرونو په روزلو، کوچنیو پراختیایي پروژو او په دوه اړخیزو دوستانه اړیکو خبرې وشوې.
ډېر ژر به د هند او افغانستان تر منځ د جنوبي اسیا د سپوږمکۍ څخه د ګټې اخیستنې لپاره یادښتلیک هم لاسلیک شي. په دغه سپوږمکۍ کې چې ټول ۱۲ ټرانسپونډرونه لري، دوه به یې په وړیا ډول افغانستان ته ورکړل شي. له دې سپوږمکۍ به د مخابراتو، تلویزوني خپرونو، کرنې، کانونو او نورو برخو کې ګټه پورته کړای شي. همدا راز افغانستان ته د یوه ځانکړي سټیلایټ جوړولو او کابل کې د سټېلايټ د يو سټېشن جوړولو اړوند هم بحث وشو.

سرپرست وزير د هند له دوامداره مرستو مننه وکړه او هند يې خپل نژدې ستراتيژيک ملګری وباله. د هند سفير افغانستان کې د لا ډېرو پراختيايي کارونو هوډ څرګند کړ.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته