د هر Mb انټرنټ څخه باید خلکو ته حساب ورکول شي!

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۴ - ۱۰:۴۶
MCIT: accountable for every Mb internet

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت د نوري فايبر او انټرنېټ د توزیع برخې څخه د لیدنې تر څنګ اړوندو مسؤولينو ته لارښوونه وکړه چې د انټرنټ خدماتو د عرضې په برخه کې دقیق و اوسي او حتی د خلکو د يوې افغانۍ په اندازه انټرنټ هم ضایع نه شي.

ښاغلي هاشمی زیاته کړه چې افغان ټېلې کام شرکت د انټرنټ د عرضه کوونکي په توګه باید د خلکو د هر Mb انټرنټ څخه حساب ورکړي او د انټرنټ د وېش مديریتي سیسټم په نړېوالو معيارونو برابر کړي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې هر پېرودونکي ته باید د اخیستل شوي انټرنټ اندازه پوره ورسېږي او په دې برخه کې يې له اړوندو مسؤولينو د تفصیلي راپور او د انټرنټ د وېش د اندازې د جدي ارزونې غوښتنه وکړه
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته