د معلوماتي ټکنالوجۍ، مخابراتو او ساینس وزارت سرپرست د پکتیکا او هلمند والیانو سره وکتل

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۱ - ۱۶:۳۷
دیدار والی پکتیکا و والی هلمند با وزیر صاحب مخابرات

د معلوماتي تکنالوجۍ، مخابراتو او ساینس وزارت سرپرست ښاغلي محمد فهیم هاشمي د هلمند ولایت والي تورن جنرال محمد یاسین او پکتیکا ولایت والي ښاغلي مجیب الرحمن څمکنی سره په جلا جلا توګه ولیدل او په دغو ولایتونو کې د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د کیفیت او شته ستونزو په اړه یې خبرې وکړې. په دې کتنه کې د سلام مخابراتي شرکت عملیاتی رئیس ښاغلي بشر نیازی هم حضور درلود. د مخابراتي خدمتونو وده، د شپې له خوا د ځینو سایټونو بندیدل، د سلام شرکت اړوندو سایټونو تجهیزاتو پراختیا او عصري کول د دی کتني له مهمو مسلو څخه وو. همداراز د هلمند او پکتیکا ولایتونو ښاغلو والیانو په خپلو سیمو کې د شته ننګونو او ستونزو د حل په خاطر خپلې غوښتنې د وزارت مشرتابه ته وړاندې کړې او په دغه برخه کې د اړوندو مخابراتي مسئولینو د پاملرنې غوښتنه کړه.

دیدار والیان هلمند و پکتیکا

په پای کې د مخابراتو وزارت رهبري او اړوندو مسؤلینو، د مخابراتو وزارت او اترا ادارې ځانګړو او قانوني دندو ته په اشارې او تفکیک سره ژمنه وکړه چې ډیر ژر به په دغو ولایتونو کې د مخابراتي خدمتونو د ښه کولو او ستونزو د حل په خاطر لازم اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته