د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون سره په ګډه غونډه کې د مخابراتي سکتور پر پیاوړتیا ټینګار وشو

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۷:۵۷
جلسه

دا ناسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست او د پالیسۍ او پروګرام مرستیال احمد مسعود لطیف رای په مشرۍ د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون د رییس او غړو، د وزارت د بیلابیلو ریاستونو رئیسانو او چارواکو په ګډون د مخابراتي سکتور خدمتونو د لا ښه والي او پیاوړتیا په موخه د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه.

په پیل کې د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمسیون رییس لطف الله بابا د دې سکتور د لاسته راوړنو او ننګونو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې او بیا د کمیسیون تخنیکي سلاکار د بریښنایي حکومتوالۍ، بریښنایي راکړې ورکړې او لاسلیک قانون، د پوستې خدمتونو تنظیم، کاسا ډیجیټل، سایبري امنیت، د مخابراتي شبکو خدمتونو د څارنې څرنګوالي، ریال ټایم او ټي ډي اف صندوق (TDF) د پالیسیو پلي کولو په اړه پوښتنې وکړې او په دې برخه کې یې د وزارت له مشرتابه څخه د وضاحت غوښتنه وکړه.

لطف الله بابا

ورپسې د وزارت د پالیسۍ او پروګرام مرستیال احمد مسعود لطیف رای د دې کمیسیون پوښتنو او اندیښنو ته مشرح توضیحات وړاندې کړل او د دې وزارت مسولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د کمیسیون پوښتنو ته په لیکلې بڼه ځوابونه وړاندې کړي.

احمد مسعود لطیف رای

په پای کې د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون رییس او غړو د مخابراتو وزارت د مشرتابه د مفصلو څرګندونو ستاینه وکړه او په دې برخو کې یې په همکارۍ، همغږي او پیاوړتیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته