د مخاراتي او انټرنيټي خدمتونو د ښه والي په موخه هر اړخیزې پريکړې

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۱ - ۱۷:۲۲
توافقات جامع برای بهبود خدمات مخابراتی و انترنیتی

د ۱۳۹۸ کال د غبرګولی میاشتې په ۲۱ نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزير ښاغلی محمد فهیم هاشمي په خپلي کاري دفتر کې د اترا ادارې له مسولینو سره لیدنه وکړه د مخابراتي او انټرنيټي خدمتونو په اړه د خلکو شکایتونه يې ورسره شریک کړل او په دې برخه کې د شته ستونزو، د بیو د ټيوالي او د کیفیت د لوړوالي په اړه یې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت موقف څرګند کړ.

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې مسوولینو د خپلو شته پروګرامونو په وړاندې کولو سره وویل چې د اترا ادارې تخنیکي ټیمونه کار کوي ترڅو د مخابراتي او انټرنيټي خدمتونو په برخه کې شته ستونزې له منځه یوسي، کیفیت ښه او به بیو کې ټيټوالی راشي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ددغه ادارې له ټولو پروګرامونو څخه د ملاتړ ترڅنګ د همکاری ډاډ ورکړ.

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په پام کې لري چې ډير ژر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتور کې هر اړخیز بحث جوړ کړي ترڅو په دې برخه کې په ستونزو او د حل په لارو چارو يې خبرې وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته