د مخابراتي خدمتونو نړيوالې اتحادیې یا (ITU) له عمومي مشره سره ناسته

mcitadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۳/۱۳ - ۵:۳
mcit

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم وزیر شهزاد اریوبي نن سه شنبې د ۱۳۹۷ کال د سرطان میاشتې په ۱۱ مه په خپل کاري دفتر کې د ITU له عمومي مشر ښاغلي هولن زاو (Houlin Zhao) سره ناسته وکړه. ښاغلي اریوبي وویل چې نوموړی په افغانستان کې په کُلي توګه د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور وضعیت د ارزولو په موخه زمونږ په بلنه د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغلی دی. هغه وویل چې له افغانستان څخه لومړنۍ بهرنۍ اړیکه د لومړي ځل لپاره له ماسره نیول شوې ده. ښاغلي هولن زاو زیاته کړه چې مونږ په افغانستان کې د مخابراتي سکټور پیاوړتیا او پراختیا ته کاملا ژمن یو. ښاغلي اریوبي د محترم هولن د راتګ څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د مخابراتو نړیوالې ټولنې د سپارښتنو په تطبیق کې به هیڅ ډول هڅې او تلاشونه دریغ نه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته