د مخابراتو وزارت د اتلس پوړیزې ودانۍ د (۶-۷-۱۲-۱۴) پوړونو د ترمیمولو په موخه د الماریو، پارکیټ فرشونو او رنګ چمتو کولو د ترمیماتي پروژې د داوطلبی اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د مخابراتو وزارت د اتلس پوړیزې ودانۍ د (۶-۷-۱۲-۱۴) پوړونو د ترمیمولو په موخه د الماریو، پارکیټ فرشونو او رنګ چمتو کولو د ترمیماتي پروژې د برابرولو او عرضه کولو په پروژه کې برخه واخلي او خپل وړانديزونه د قرارداد له شرايطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، په تړلي ډول د سهار تر لسو بجو پورې د ۱۴۰۲/۹/۳۰ نیټې څخه د کابل ښار د دوهمې ناحیې اړوند د مخابراتو وزارت د ۱۸ پوړیزې وداني په ۱۴ پوړ کې د تدارکاتو د رئیس دفتر ته وسپاري. بې وخته او د بریښنالیک له لارې وړاندیزونه نشي منل کیدی.

نوماندان کولی شي د داوطلبۍ فورمه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ویب پاڼېwww.mcit.gov.af  او د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان باید د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه د دوه سوه پنځه پنځوس زره دوه سوه دوه اویا (۲۵۵۲۷۲) افغانیو په اندازه وړاندې کړي لکه څنګه چې د وړاندیز په ناسته کې په قرارداد کې ویل شوي.

د داوطلبۍ پرانیست غونډه د ۳۰/۹/۱۴۰۲ نیټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د تدارکاتو ریاست په تالار کې جوړیږي.

سندونه:

د شرط‌پاڼي لینک

په درنښت

الحاج مولوی نجیب الله "حقانی"

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت سرپرست

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۹:۲۰ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکزي دفترونو لپاره د (۶۱) ډوله قرطاسیې د چمتو کولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د مرکزي دفترونو لپاره د (۶۱) ډوله قرطاسیې د چمتو کولو پروژې...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۴:۴۲ کابل
Background image

د اتلس پوړیزې ودانۍ د (۱-۲-۵) پوړونو د ترمیم او نوي کولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د اتلس پوړیزې ودانۍ د (۱-۲-۵) پوړونو د ترمیم او نوي کولو پروژې...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۲:۳۸ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکزي دفترونو د اړتیا وړ چوکيو چمتو کولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د مرکزي دفترونو د اړتیا وړ چوکيو چمتو کولو پروژې کې...

Back to tenders