د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ په وزرات کې کمپیوټر لیب پرانستل شو

mcitadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۱۲/۲ - ۵:۳
asdf

د روان 1396 کال د کب د میاشتي په 2 مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په مقرریو کې د شفافیت او ظرفیت لوړونې په موخه په دغه وزارت کې د کمپيوټر لیب پرانیسته وکړه. نوموړی کمپیوټر لیب چې اوس مهال ۵۰ کمپیوټرونه پکې ځای په ځای شوي دي، له دې وروسته به پکې د وزارت اړوند دولتي بستونو لپاره په الیکترونیکي او کمپیوټري بڼه ازموینه اخیستل کېږي. پدې سره به په مقرریو کې کاملا د جعل او فساد مخه ډب شي او د وړتیا پر بنسټ به مقررۍ کېږي. 
همدارنګه په نوموړي لیب کې به انلاین روزنیز پروګرامونه، سرټیفیکېشن او نور اړونده کمپیوټري پروګرامونه هم ترسره کېږي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په پام کې لري  په راتلونکې کې په ټولو دولتي ادارو کې دا ډول کمپیوټر لیبونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته