د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت شاوخوا استنادي دیوالونه لري شول

ashiq_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۱۴:۱۱
موانع سمنتی اطراف وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی برداشته شد

نن یکشنبه د لړم میاشتې ۲۶ نېټه، د مخابراتو او معلوماي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي په لارښوونه، د دغه وزارت شاوخوا استنادي دیوالونه لري شول.
ښاغلي هاشمي د دغې لړۍ په پیل کې، د وزارت له شاوخوا د سیمټي دیوالونو لرې کول، د ښار پاکوالې او ښکلا په موخه ستر ګام وباله.
د مخابراتو سرپرست وزیر وویل: «د مخابراتو وزارت له شاوخوا څخه د سیمټي دیوالونو راټولول او لرې کول دا پیغام رسوي، چې هیڅ ګواښ نشي کولای د کابل ښار د ښکلا مخه ډب کړي.»
ښاغلي هاشمي زیاته کړه: «د مخابراتو وزارت د کارکوونکو خوندیتابه هم مهمه ده او د دې ارزښت ساتلو له پاره د وزارت ښکلې ډبرین دیوالونه شته.»

mcit

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ سرپرست وزیر، د دغه وزارت له شاوخوا څخه د سیمټي دېوالونو لرې کولو یوازینی لامل ښاري ښکلا او پکې د ګڼې ګوڼې راکمولو هڅه وبلله.
ښاغلي هاشمي همدا راز وویل: « هیله مند یو د نورو وزارتونو او ادارو مسوولین هم دا درک کړي، چې د کابل ښکلا د خلکو له روحیې او ښار له ښکلا سره مستقیمه اړیکه لري.»
د یادولو وړ ده، چې د مخابراتو وزارت شاوخوا ډبرین دیوال جوړولو چارې، له لس میلیونه افغانۍ په کم لګښت په شاوخوا شپږو میاشتو کې بشپړ شو.


 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته