د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین له واشنګټن دی سی ته رسمی سفر

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین د یوه رسمي سفر په ترڅ کې دامریکا متحده ایالاتو له پلازمېنې واشنګټن DC څخه لیدنه وکړه.

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر په دغه سفر کې د بېلابېلو سازمانونو له مشرانو سره وکتل او د اړوندو موضوعاتو په څانګړي توګه په افغانستان کې تیرو لسو کلونو د مخابراتو د صنعت د چټکې ودې او ددغه سکتور په راتلونکې باندې خبرې وکړې.

ښاغلی وزیر په افغانستان کې د مخابراتي مصونیت ستراتیژۍ په موخه چې د مخابراتي سیستم په چټکه وده کې مهم ارزښت لري د هغه هېواد تجارتي او دفاعي ادارو  او سپینې ماڼۍ له لوړ پوړو چارواکو سره بحث وکړ.

د مخابراتو وزیر په هغې مېلمستیا کې چې په امریکا متحده ایالاتو کې د افغانستان سفارت او Net House په مرسته جوړه شوې وه او موخه د تېرو لسو کلونو په پرتو ستونزو او ننګونو باندې لاسبری او د حل لارو پیداکول وو ګډون وکړ. ښاغلی وزیر وویل کومې لاسته راوړنې چې موږ یې د مخابرتو او ټکنالوجۍ په برخه کې  لرو د بهرنیو پانګونو او د ښو سوداګریزو همکاریو پایله ده.

ښاغلي حکیمي د افغانستان د سفارت په استازیتوب میلمنو او ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د مخابراتو د سکتور ښې او چټکې وده یې د افغانستان په تاریخ کې یو بېساری بریالیتوب وباله.

ښاغلي سنګین په یاده غونډه کې د نېټ هوب له اجرایوي رییسانو ښاغليو بېل برندلي او کي مک ګوان  سره هم لیدنه لرله، هغوی هیله مندي څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به د افغانستان سفارت دې ته ورته فرصتونه پیداکړي تر څو د متحده ایالاتو په سوداګرۍ کې د افغانستان پانګونې نمایشي نندارې ولري.

همدارنګه ښاغلي سنګین د متحده ایالاتو له پلازمېنې واشنګټن DC څخه لیدنه وکړه او د مخ په پراختیا پولو تر عنوان لاندې جوړ شوي کنفرانس کې یې برخه واخیسته. په یاد کنفرانس کې د نړۍ مهمو رهبرانو، د نېټ هوپ اجرايي ریاست غړو(CEO) او کارپوهانو ګډون درلود او دوی د یوشتمې پېړۍ د مخ پر ودې نړې په اړتیاوواو ننګونو چې ورسره مخامخ ده هراخیزې خبرې وکړې. ښاغلي وزیر د شرکتونو او د امریکا متحده ایالاتو استازو ته د نوري فایبر د پروژې د اهیمت او افغانستان کې دپانګونې فرستونو په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي سنګین د نړیوالو ستراتیژیکو څیړنو د مرکز لخوا د ( متغیرې تکنالوجي، مبایل او انټرنېت څنګه کولای شي افغانستان ته مثبت بدلون راولي ) تر عنوان لاندې غونډه کې برخه واخیسته. په دې غونډه کې ښاغلي وزیر د مخابراتو برود بانډ په اهمیت، نقش او اغېزو چې څنګه افغانستان په یو عصري، باثباته او دیموکراتیک هېواد باندې بدلون ومومي خبرې وکړې او په دې یې ټینګار وکړ چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به په ټول افغانستان کې خلک انټرنټي خدمتونو ته لاس رسی ولري.

د سفر په وروستیو کې ښاغلي سنګین د (سپوږمکیو صنعت په ټولنه کې) په یوه ګردي مېز کې برخه واخیسته او د بوینګ سیسکو او نورو شرکتونو له استازو سره د افغانستان د سپوږمکۍ په اړه خبرې اترې وکړې او هغوی یې په دغه سکتور کې پانګونې ته وهڅول.

 

 

             واشنګټن DC (د ۲۰۱۲ کال د جون ۱۲مه)

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۱۴:۴۸
Background image

په نورستان ولایت کې د سلام مخابراتې شبکې د نوي سایټ سروې ترسره شوه

د سروې پر مهال د سایټ مناسب موقعیت، د مخابراتي او برېښنايي تجهیزاتو د نصب شرایط او د P2P لینک له لارې د انټرنېټ خدمتونو...

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

هېواد په کچه د اسنادو او مکاتیبو د ډیجیټلي سیسټم د تطبیق ناسته وشوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر، ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي، په مشرۍ د هېواد په کچه د امارتي ادارو او وزارتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۳۳
Background image

غور ولایت کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هیواد لیرې پرتو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو د پراختیا او برابرولو په موخه غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د مخابراتواو...

بېرته خبرونه ته