د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبی نن د مخابراتو نړېوالې اتحاديې ITU د ستر سلا کار ښاغلی سمير شرما، په کابل کې د چين سفیر محترم لیو جین¬سونګ او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه پلاوي سره په ګډه د مخابراتي او معلوماتي ټکنا

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۵ - ۱۷:۳۵
محترم شهزاد آريوبی در حالیکه محترم سمیر شرما مشاور ارشد اتحادیه جهانی مخابرات ITU در امور کشور های آسیایی، سفیر چین محترم لیو جینسونگ و هیئت رهبری وزارت مخابرات ما را همراهی می نمود از انستیتیوت تکنالوژی معلوماتی و مخابراتی افغانستان دیدار بعمل آوردند‌

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبی نن د مخابراتو نړېوالې اتحاديې ITU د ستر سلا کار ښاغلی سمير شرما، په کابل کې د چين سفیر محترم لیو جین­سونګ او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه پلاوي سره په ګډه د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انېسټيټيوټ څخه لیدنه وکړه.

د لېدنې په ترڅ کې ددغه انېسټيټيوټ رئیس محترم پوهاند محمد شفیع شریفي د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو او اړتياو په اړه پرېزنټېشن وړاندې کړ چې د چين سفیر او د مخابراتو نړېوالې اتحاديې د مشاور له خوا ور سره د اړوندو برخو کې د همکاريو ژمنه وشوه.

مخابراتو وزارت په پام کې لري چې ICTI د يو څېړنيز مرکز په توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې فعالیت وکړي او د بشري ځواک په روزنه کې رغنده رول ولوبوي.

محترم آريوبی همدا راز ددغه انېسټېټيوټ د بېلابېلو برخو څخه د لیدنې تر څنګ د مخابراتو نړېوالې اتحاديې له مشاور او د چين له سفیر سره د نويو تجهيزاتو، تدریسي موادو پر نوښت او د محصلينو لپاره د ليليې برابرولو د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته