د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د کورنیو چارو له وزیر سره وکتل

mcitadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۲/۱۹ - ۵:۳
fsdfd

د مخابراتو او معلو ماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي د کورنیو چارو وزیر ښاغلي احمد ویس برمک سره په ګډه ناسته کې چې د دواړو وزارتونو رییسان او تخینکي مسئولین هم موجود وو د ترافیکو او د تروریزم پروړاندې د مبارزې ریاستونو لپاره د مرکزې سیستم رامنځ ته کولو او پدې اړه شویو پرمختګونو او د پاسپورټ سیستم د پرانیستې مراسمو په تړاو چې د دواړو سیستمونو تخنیکي چارې د مخابراتو او معلوماتي او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اسان خدمت ادارې لخوا پرمخ وړل کیږي بحث او خبرې وکړې. 
د دواړو وزارتونو ګډ ټیمونه هڅه کوي چې د دغه سیستم د تطبیق د اهمیت په درک کولو سره چې په مختلفو برخو او په ځانګړې توګه د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې شفافیت، چټکتیا، او خوندیتوب رامنځ ته کوي تکمیل او پلی کړی. په عین حال کې د پاسپورت سیستم چې د مخابراتو وزارت د اسان خدمت ادارې لخوا او د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست په همکارۍ جوړ شوی دی په لنډ وخت کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته