د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د نړیوال بانک د ترانسپورټ او آي سي ټي د څانګې له رئیس سره ولیدل

mcitadmin
شنبه ۱۳۹۷/۱/۱۸ - ۵:۳
fff

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبی د نړیوال بانک د ټرانسپورت او د نړیوالې برخې د رییس فرانز آر ډریس-ګراس چې د امریکا په متحده ایالتونو کې میشت دی او د افغانستان او د سهیلي آسیا لپاره د نړیوال بانک رییس ښاغلي شبهام چودري سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل. 
په لیدنه کې په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په فعلی وضیعت خبرې وکړی خو په ځانګړي ډول د ډیجیټل کاسا (Digital CASA) پروژې په اړه په تفصیل تر بحث لاندې ونیول شو او همداراز ښاغلي شهزاد آریوبی له دوی څخه د ډیجیټل کاسا پروژې د منلو له امله مننه وکړه.

دغه پروژه چې ۵۱ میلیونه امریکايي ډالره یې ټوله بودیجه ده په راتلونکې پنځو کلونوکې به په افغانستان کې پلي شي. 
دا پروژه څلور برخې لري: ۱. د کورني او سیمه ایزاتصال لپاره زیر بنا جوړول ۲. بريښنايي حکومتولي ۳. د خصوصي سکټور لپاره د چاپیریال چمتو کول، د ډیجیټل مهارتونو لوړول، د دندو زیاتول او په دې برخه کې د نوښتونه رامنځته کول ۴. د ادارو او د پروژو مدیریت  پیاوړي کول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته