د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د اروپایي اتحادیې له سفیر سره وکتل

mcitadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱/۲۲ - ۵:۳
dddd

د روان 1397 کال د حمل د میاشتې په 22 مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبی په کابل کې د اروپایي اتحاديې له سفیر ښاغلي پیري مایودان سره ولیدل.

په لیدنه کې د هېواد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور لپاره د اروپایې اتحادیې د مرستې ترلاسه کولو، په ځانګړې توګه د ډیجیټل سیمه ایز اتصال او واخان دهلیز له لارې د نوري فایبر په وسیله افغانستان د چین او له همدې لارې د نورو هېوادونو سره د وصلیدو په پروژه کې د همکارۍ، سټلایټ، بریښنایي حکومتولۍ او الکترونیکي خدمتونو په اړه خبرې وکړي او ښاغلی سفیر د اروپایي اتحادیې په استازیتوب په یادو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته