د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د کوـوین په نړیوال آنلاین کنفرانس کې ګډون وکړ

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۸:۳
کنفرانس جهانی کو-وین

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري په هغه انلاین ناسته کې چې د هندوستان هیواد د روغتیا ملي ادارې او د باندنیو چارو وزارت لخوا د CO-WIN، ډیجیټلي پلاټفورم شریکولو په موخه جوړه شوې وه ګډون وکړ.

دا غونډه د هندوستان دولت د لمړي وزیر نرندرا مودي په خبرو پیل شوه، ورپسې د نورو هېوادونو سکتوري وزیرانو لکه افغانستان، بنګله دېش، بوتان، مالدیف او د یو شمېر نورو هېوادونو مسؤلینو خپل نظرونه او وړاندیزونه د دغې ناروغۍ په وړاندي د نړیوالې هڅونې د مدیریت په اړه سره شریک کړل.

کنفرانس جهانی کو-وین

د Co-WIN پلاټفورم یوه پرمختللې ډیجیټلي ټکنالوجي ده چې د نړیوال واکسین لپاره مقیاسی، هراړخیز او پرانیستې پلاټفورم برابروي. همداراز په هند کې د ستر نړیوال واکسین پلي کولو او په لاره اچولو مرسته وکړه.

په دې کنفرانس کې کو وین پلاټفورم شریک او معرفي شو او وپتیل شوه چې دغه پلټفورم د نورو هیوادونو په واک کې هم ورکړل شي.

په دې ناسته کې د کرونا ناروغۍ په ضد نړیوالې مبارزې سربیره، افغانستان ته د هند د ۵۰۰ زره دوزه واکسین مرستې څخه هم قدرداني وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته