د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د عامې روغتیا وزارت سرپرست سره وکتل

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۷:۲۸
دیدار و گفتگو معصومه خاوری با سرپرست وزارت صحت

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ښاغلي وحید مجروح سره ولیدل او دواړه خواوې د روغتیایي سیستم د ډیجیټل کولو په اړه خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري، د عامې روغتیا وزارت روغتیایي پروسو او سیسټمونو ډیجیټل کول اړین وبلل او په دې برخه کې یې د هر ډول تخنیکي همکاریو چمتوالی وښود.

په دې کتنه کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح په خپلو خبرو کې وویل چې "موږ د روغتیا سکتور د ډیجیټلي کولو لپاره یوه هراړخیزه طرحه چمتو کړې ده، چې د ادارو او ذیدخلو خواوو سره مو شریکه کړې ده.

دیدار و گفتگوی معصومه خاوری با سرپرست وزارت صحت عامه

پدې اړه، د مخابراتو وزیرې وویل چې د پلان نهایی کولو لپاره باید یو ګډ تخنیکي ټیم رامینځته شي ترڅو د نهایی کیدو لپاره یې په ګډه کار وکړي. تمه کیږي چې د دې طرحې په پلي کېدو سره به د روڼتیا، حساب ورکونې، پر وخت او یوشان معلوماتو راغونډولو او روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت لوړولو په برخو کې ټولیز بدلون راشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

بېرته خبرونه ته