د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د خبریالانو او رسنیو له مسؤلینو سره د خبریالانو ملي ورځې په ویاړ تعارفي ناسته

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۵ - ۱۶:۱۰
روز ملی خبرنگاران

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري د خبریالانو ملي ورځې په مناسبت د بیلابیلو رسنیو له مسئولینو او خبریالانو سره ولیدل او خبرې وکړې.

په یاده غونډه کې د وزارت بیلابیلو برخو رئیسانو، اطلاعاتو ته د لاسرسې کمیسیون غړی ښاغلي محمد داود فیاض او د مختلفو رسنیو چارواکو او خبریالانو برخه اخیستې وه.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري د خبریالانو ستر او جدي دندو ته په اشارې سره، د ټولنې د پوهاوي او فکري او فرهنګي قوت لوړولو په برخو کې د دوی د هڅو څخه مننه څرګنده کړه.

اغلې خاوري د عامه پوهاوي او اطلاع رسونې په برخه کې د مخابراتو وزارت پر همکارۍ ټینګار وکړ او د پراختیایي چارو په ځانګړي ډول د معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتور کې د خبرونو انعکاس ته د رسنیو د لا ډیرې پاملرنې او تمرکز غوښتنه وکړه.

یاد پروګرام، خبریالانو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسید.

لوح تقدیر

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته