د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د ترکیې په استانبول کې د باسفورس په ۱۱ مه ناسته کې ګډون او وینا وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۹:۱۲
یازدهمین اجلاس بوسفروس شهر استانبول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې آغلې معصومه خاوري د ترکیې په استانبول کې د باسفورس په ۱۱ م کنفرانس کې چې د "ډیجیټل کیدو ټولنیزې اغیزې" تر سرلیک لاندې جوړ شوی و ګډون وکړ او وینا یې وکړه.
پدې کنفرانس کې، معصومه خاوري په حکومتدارۍ کې د مخابراتي ټیکنالوژۍ د کارولو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل  چې الکټرونیکي  حکومتدارۍ پیاوړتیا د پروسو ساده کولو او شفافیت رامنځته کولو لامل کیږي، فساد کموي، د چارو په ترسره کولو کې عمل ګړندی کوي، د وخت د ضایع کیدو مخه نیسي او لګښت کموي، او همداراز د دولتونو او هیوادونو اقتصادي پراختیا هڅوي.
نومړې د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې، په ټولنه کې د ډیجیټل کیدو منفي اثرات هم په ګوته کړل. هغې یادونه کړه چې
د معلوماتو امنیت ، خصوصي حریم، په ډیجیټل ډیټا کې بدلون، د کاپي حق، جعلي حسابونو جوړول، سایبري جرایم، په ټولنیزو شبکو روږدي کیدل د ډیجیټل نړۍ ځینې ننګونې دي، چې مدیریت یې د دولتونو ګډ کار ته اړتیا لري.

کنفرانس ترکیه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د خپلې وینا په پای کې، یادونه وکړه چې پدې ناسته کې زموږ د ګډون یو هدف د موجودو بنسټونو د دریځ او ظرفیت ارزونه ده، د تجربو او نظریاتو شریکول او په پای کې د همکاریو پیاوړې کول، او د اوسنۍ عصر اړتیاوو ته لکه: ‏ ډیجیټل کولو، د هغې ګټو او زیانونو، د دې پدیدې ټولنیزو اغیزو چې د کورونا ویرس له راڅرګندېدو وروسته  د دولتونو او هیوادونو ډیر پام ځانته اړولی دی رسیده ګي وشي.  
د یادونې ده چې دغه کنفرانس د مارچ په اتمه او نهمه نیټه جوړ شوې و او د ترکیې ولسمشر او د غړو هیوادونو او سازمانونو استازو هم پکې برخه اخیستې وه او ویناوې یې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته