د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې او د مالیې وزارت مالي مرستیال د اړوندو پروژو د لا همغږي کولو او تمویل په اړه ولیدل او خبرې یې وکړې

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۳:۳۹
وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی و معین مالی وزارت مالیه دیدار و صحبت نمودند

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري د مالیې وزارت د مالی مرستیال  ښاغلي عبدالحبیب ځدران سره وکتل او د بیلابیلو موضوعاتو لکه د ملي پروژو تمویل، د بودیجې مناسب مصرف، همغږۍ او د دواړو ادارو ترمنځ نږدې همکارۍ په اړه یې خبرې وکړې.
پدې ناسته کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د ملي پروژو په وخت او ګړندي پلي کولو، په سمه توګه د بودیجې لګولو، رو ڼتیا او حساب ورکولو په موخه د مالیې وزارت د لا ډیرو همکاریو او همغږۍ غوښتنه وکړه.
د مالیې وزارت مرستیال و ویل چې د ملي بودجې سمه کارول د یو اصل په توګه ګڼي او زیاته یې کړه چې د ملي پروژو د پلي کیدو ملاتړ د دې وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته