د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پر ضد ۱۶ ورځني کمپاین پرانیسته

naweed_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۴:۳۸
محو خشونت علیه زنان

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره ۱۶ ورځني کمپاین غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ‏بشري سرچینو د رییس، بیلابیلو ادارو آمرینو او کارمندانو په شتون د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه او ۱۴ ورځې ‏دوام لري.‏

په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د بشري سرچینو رییس ښاغلي سید مسعود صمیم، د غونډې ګډونوالو ته ښه ‏راغلاست وویل، او د برنامې پر اهمیت، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون او نور اړونده قوانینو په اړه خبرې ‏وکړې. همدارنګه نوموړي د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پرضد د مبارزې لپاره د وزارت د واضح پیغام او لارښوونو په اړه ‏هم خبرې وکړې.‏

هغه د دې قانون له پلي کیدو څخه د ملاتړ په برخه کې د مخابراتو وزارت د رهبرۍ او بیلا بیلو څانګو په هراړخیزې همکارۍ ‏ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې د وزارت رهبري د نافذه قوانینو په چوکاټ کې، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره د سالم او ‏خوندي کاري چاپیریال چمتو کولو لپاره د تاوتریخوالي منع قانون پلي کولو ته ژمن دی‎.‎

محو خشونت علیه زنان

د یادونې وړ ده چې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسولو پخاطر ۱۶ ورځنی کمپاین هر کال د نومبر له ۲۵ څخه د ‏دسمبر تر لسمې پورې (د بشري حقونو نړیواله ورځ) د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو او کمولو او په نړۍ کې د ‏هغې د له مینځه وړلو په موخه پیل کیږي.‏

د دې کمپاین هدف د تاوتریخوالي فرهنګ ته د نه ویلو ژمنه او د سولې فرهنګ ته ترویج ورکول دي‎.‎

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته