د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ یو شمېر علماء کرامو، قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۲۱:۱۵
ولایت کنر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د ولسوال ښاغلي مولوي صاحب عبدالظاهر په ګډون یو شمېر علماء کرامو، قومي سپین ږیرو او مخورو سره د یادې ولسوالۍ په ستونزو او مخابراتي آسانتیاو خبرې وکړې.

د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ مخورو او سپین ږیرو د یادې ولسوالۍ د مختلفو سیمو په تړاو خپل معلومات او هلته شته ستونزې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني سره شریکې کړې او همدا راز مننه یې وکړه چې تېرو ۳ کلونو د مخابراتي پوښښ په برخه کې د یادې ولسوالۍ ګڼې سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شوي او هغه سیمې چې لا یې هم مخابراتي ستونزې حل نه دي د مخابراتي چوپرتیاو د برابرېدو غوښتنه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني راغلیو علماء کرامو، سپین ږیرو، قومي مشرانو او مخورو ته ښه راغلاست ووایه او د دوی د ستونزو د هواري په موخه یې ډاډ ورکړ او همد راز ډاډ یې ورکړ چې د یادې ولسوالۍ هغه سیمې چې لا هم هلته مخابراتي ستونزې موجودې نه دي د یوه هیأت د ټاکلو وویل چې د هیأت له معلوماتو وروسته به یې د پوښښ لپاره لاس په کار کېږي.

ولایت کنر

ښاغلي وزیر صاحب د نورګل ولسوالۍ مشرانو ته وویل، د افغانستان اسلامي امارت تېرو ۳ کلونو کې توانېدلی د یوه متوازن انکشاف له مخې د خپلو امکاناتو په اساس د ولسونو خدمت وکړي او مونږ هڅه کړې چې د هېواد ټولو برخو ته خدمت ترسره کړو او دا لېوالتیا د رهبرۍ په ټوله برخه کې موجوده ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په وینا افغانستان کې له کلونو ناخوالو وروسته اوس فرصت برابر شوی چې دولت او ملت په ګډه د هېواد جوړونې او پرمختګ لپاره سره لاسونه یو کړي او هېواد د سیالانو سیال کړي.

همدا راز دغې ناسته کې چې د کاپیسا ولایت امنیه قومندانۍ قومندان ښاغلي الحاج عثمان ترابي هم ګډون درلود ښاغلي وزیر صاحب د نورګل ولسوالۍ ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د کونړ ولایت په شمول د هېواد د ټولو برخو د مخابراتي خدمتونو د کیفیت لوړولو او همداراز محرومو سیمو ته د خدمتونو د رسولو په برخه کې

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته