د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د اټوما مخابراتي شرکت له رئیس سره لیدنه وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۶
ATOMA

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د اټوما مخابراتي شرکت له رئیس ښاغلي هشام رمضان سره د مخابراتي پوښښ پر پراختیا، کیفیت، فریکونسۍ او د سیمکارټونو د ثبت او راجسټر پروسې په تړاو خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د مخابراتي شبکو له لوري د هېواد لرو پرتو سیمو ته د پوښښ پراختیا مهمه او حیاتي موضوع یاده کړه او په وینا یې په دغې برخه کې مخابراتي سکټور ټولو برخو خپله همکاري او هڅه کړې.

ښاغلي وزیر صاحب همدا راز په وروستیو کې د هېواد په کچه د مخابراتي سایټونو د ارتقاء او د طرزالعمل مطابق د سیمکارټونو ثبت او راجسټر پروسې ته هم اشاره درلوده او ټینګار یې وکړ چې په قانوني ډول د سیمکارټونو ثبت او راجسټر افغانستان کې د ولسونو هغه غوښتنه وه چې له اوږدې مودې وروسته د افغانستان اسلامي امارت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري تطبیق او وروستۍ مرحلې ته نیږدې شوې ده.

ورته مهال د اټوما مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي هشام رمضان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ د چارو په آسانتیاو او همکارۍ په برخه کې مننه وکړه او یادونه یې وکړه چې د وزارت د ملاتړ او همکارۍ په اساس یې خپل پوښښ ته پراختیا ورکړې، د کیفیت د ښه والي په موخه یې کابو اویا سلنه خپل خدمات فورجي (4G) ته لوړ کړي او په وینا یې روان عیسوي کال کې به دا سلنه د پام وړ نوره هم ډېره شي.

د اټوما شرکت د رئیس په وینا دوی افغانستان کې د سیمکارټونو په قانوني ډول د ثبتولو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې د طرزالعمل د تطبیق په اساس د خپلو مشترکینو د ثبت او راجسټر پروسه وروستي پړاوته رسولې او لنډ وخت کې به یې نهايي کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته