د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ام ټي ان مخابراتي شرکت له مسئولینو سره لیدنه وکړه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۰:۶
MTN

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني افغانستان کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت له رئیس ښاغلي هشام رمضان سره د مخابراتي ستونزو پر حل او همدا راز د یاد مخابراتي شرکت له لوري د سیمکارټونو د ثبت او راجسټریشن پر پروسې خبرې وکړې.

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د طرزالعمل مطابق د سیمکارټونو ثبت او راجسټر کول د ټولو مخابراتي شبکو مکلفیت وګاڼه او زیاته یې کړه چې مخابراتي شرکتونه باید په دې برخه کې آسانتیاوې ډېرې او پروسه ګړندۍ کړي.

د ښاغلي وزیر صاحب په وینا د سیمکارټونو له اړخه افغانانو ته ډېری ستونزې پیدا شوې وې او ولس له ډېرو ستونزو سره مخ و او اوس دا زمونږ مکلفیت دی چې دا ستونزې حل او ژر تر ژره افغانستان کې د سیمکارټونو د ثبت او راجسټریشن پروسه په بشپړ ډول قانوني کړو.

MTN

د ام ټي ان مخابراتي شرکت مسئولینو او رئیس ومنله چې افغانستان کې د سیمکارټونو دویش په برخه کې مخابراتي شرکتونو ناغیړي کړي او دوی اوس په دې هڅه کې دي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اټرا ادارې د قوانینو په اساس خپل خدمات مخې ته یوسي تر څو وکولای شي د قانون په پلي کولو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري سهولتونه ترلاسه کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته