د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سایبري جرمونو د څیړنې او سایبري زیان پوهنې لپاره د لابراتوار چمتو کولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داوطلبۍ د شرایطو وړ غوښتونکو ته بلنه ورکوی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سایبري جرمونو او سایبر زیان پوهنې د لابراتوار د چمتوکولو پروژې د داوطلبۍ په بهیر کې برخه واخلي. او خپل آفرونه او د داوطلبۍ اسناد، د شرط پاڼې، قانون او تدارکاتي کړنلارو سره سم په ۱۰:۰۰ بجو د ۱۴۰۲/۵/۳۱  نیټه  د مخابراتو وزارت ودانۍ په  ۱۴ پوړ کې د تدارکاتو ریاست دفتر ته وسپاري.

ناوخته او د ایمیل له لارې رسیدلي آفرونه نه منل کیږي.

همداراز غوښتونکي کولای شي چې شرط پاڼه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویب پانې WWW.MCIT.GOV.AF  له لارې ترلاسه کړي او همدا ډول کولای شي چې د تدارکاتو لوي مدیریت څخه په فلش کې هم ترلاسه کړي.

داوطلبان د باید د آفر تضمین، د بانکي تضمین په بڼه د(۲۳۱۶۱۳) دوه سوه او دېرش زره او شپږ سوه او دیارلس افغانیو په اندازه د آفرګشایۍ د ناستې د شرطپاڼې مطابق وړاندې کړي.

د آفرګشایي غونډه د ۱۴۰۲/۵/۳۱ نیټه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د مخابراتو وزارت په ۱۴ پوړ د تدارکاتو ریاست په دفتر کې پیل کیږي.

سندونه:

د سایبري جرایمو د څیړنې لپاره د لابراتوار چمتو کولو د شرطپاڼې لینک

 

په درنښت

 

 

 

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۹:۲۰ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکزي دفترونو لپاره د (۶۱) ډوله قرطاسیې د چمتو کولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د مرکزي دفترونو لپاره د (۶۱) ډوله قرطاسیې د چمتو کولو پروژې...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۴:۴۲ کابل
Background image

د اتلس پوړیزې ودانۍ د (۱-۲-۵) پوړونو د ترمیم او نوي کولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د اتلس پوړیزې ودانۍ د (۱-۲-۵) پوړونو د ترمیم او نوي کولو پروژې...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۲:۳۸ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکزي دفترونو د اړتیا وړ چوکيو چمتو کولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د مرکزي دفترونو د اړتیا وړ چوکيو چمتو کولو پروژې کې...

Back to tenders