د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دندو تنظیم د مقررې طرحې په اړه د نظرغوښتنې غونډه جوړه شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۸:۱۴
جلسه نظرخواهی نهایی پیرامون طرح مقرره تنظیم وظایف وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل د مقررې د طرحې او دندو د تنظیم په اړه د نظرغوښتنې غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري په مشرۍ او ورسره د مختلفو برخو مسئولینو په ګډون د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.

په ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د دغه طرحې په اهمیت او اهدافو خبرې وکړې او ټولو رییسانو او د دې برخې مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه تر څو د طرحې د بډاینې او نهایي کولو لپاره خپل نظرونه د حقوقي برخې سره شریک کړي تر څو نوموړې طرحه ژر تر ژره وروستۍ شي.

معصومه خاوری وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی

د دې طرحې په وروستۍ کیدلو او تصویب نه ورسته به له یوې خوا د ډیجیټل جوړونې او د معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور اړوند د رهبری پروسو په ګډون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ واکونه او دندې د چارو په مختلفو برخو کې مشخصې شي او د بل اړخه به د سکتوري ادارو په مینځ کې د احتمالي وظیفوي تداخل مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته