د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر د کابل ښار مرکزي پُست دفتر څخه لیدنه وکړه

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۱ - ۱۶:۴۲
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر د کابل ښار مرکزي پُست دفتر څخه لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي محمد فهیم هاشمی د خپلي کتنې په بهیر کې د مخابراتو وزارت په وروستیو تروریستي بریدونو کې قربانیانو سره له نږدې وکتل او د هغوی  د ستونزو، اړتیاوو او د امنیت روغتیا یي مسلو ته د رسیدو لپاره د افغان پُست رئیس ښاغلي احمد وحید ته لازمه لارښوونه وکړه.

ښاغلی هاشمي همداراز د ادارې  کارکوونکو سره  ژمنه وکړه چې د ننوتلودروازې به ډیر ژر زرهي شي.

ښاغلي هاشمی د کارکوونکو د  اضافه کارۍ او امتیاز په اړه په ټینګار وویل چې امتیاز او اضافه کاری به هغو کارکوونکو ته ورکول کیږي چې ډیر کار او اضافه کاری کوي.

په دغه کتنه کې ښاغلي هاشمي د پرسونل د روغتیا ساتنې لپاره هغوي ته صحۍ دستکشونه او ماسک ور وویشل.

په دې مراسمو کې، د پُست مرکزي دفتر یو شمیر کارکوونکو د خپلو معاشونو ، تجهیزاتو او ستونزې ښاغلي هاشمي سره شریکې کړې. چې پدې اړه ښاغلي وزیر اړونده چارواکو ته د ستونزو د سملاسي حل لپاره لازمې لارښوونې وکړې.

د لیدنې په پاي کې ښاغلی سرپرست وزیر د وروستۍ ترهګریز برید شهیدانو روح ته دعا وکړه او د پیښې ټپیانو د روغتیا، صبر او زغم غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته