د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرستې وزیرې معصومې خاورې سره د فرانسې د سفیر پیژندګلوي کتنه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۱۵:۱۷
Martinon

د روان ۱۳۹۹ کال د تلي میاشتې په ۸ مه نیټه د فرانسې سفیر، ډاویډ مارتینن او ورسره مل پلاوي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرستې آغلې معصومې خاوري سره وکتل او هغې ته یې د نوي مسؤلیتونو مبارکي وویله.

د لیدنې په جریان کې، ښاغلي مارتینن د فرانسې او د افغانستان حکومت او خلکو ترمینځ د روانو همکاریو په ځانګړي ډول د دفترونو ډیجیټل کولو په برخه کې خبرې وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیرې ښاغلي معصومې خاوري هم د مارتینن او ورسره مل پلاوي له حضور څخه قدرداني وکړه او د دفترونو ډیجیټل کیدو پر اړتیا یې په ځانګړي ډول د کرونا ویرس له امله رامینځته شوي وضعیت کې ټینګار وکړ.

فرانسه د افغانستان د دولت او خلکو یو ملګری هیواد دی او په دې ټینګار وشو چې په راتلونکي کې به دوه اړخیزو همکاریو دوام لپاره ډیرې ناستې او غونډې ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته