د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرستې آغلې معصومې خاورې سره د Huawei مخابراتي شرکت چارواکو تعارفي ناسته

naweed_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۱۶:۱۸
Huawei Company Director

نن چهارشنبه، د تلي میاشتې په ۲۳ مه نیټه د هواوې مخابراتي شرکت لوی رئیس ښاغلي سوسي یوان، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرستې آغلې معصومه خاوري سره د پیژندګلوي کتنه وکړه.

هواوې (Huawei) د چين هیواد یو له لویو مخابراتي شرکتونو څخه دی چې دا مهال په افغانستان کې له بیلا بیلو مخابراتي شرکتونو سره تخنيکي همکاري لري او په دې برخه کې ډېرې پانګونې کړي دي.

د ناستې په جریان کې، ښاغلي سوی یوان په افغانستان کې د مخابراتو او ډیجیټل سیسټمونو د ودې او پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د مخابراتو وزارت د مشرتابه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

آغلې خاوري د یاد شرکت د مسوولینو له حضور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د وزارت مشرتابه به د خصوصي سکتور سره د قانون او امکاناتو په حدودو کې د مخابراتو او ډیجیټل سیسټمونو ودي او پیاوړتیا لپاره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته