د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او مايکروسافټ نړيوال شرکت تر منځ د دوه اړخيزه همکاريو رامنځته کېدل

mcitadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۲/۲۶ - ۵:۳
asd

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم شهزاد اريوبی د خپلو ليدنو په لړ کې د مايکروسافټ نړيوال شرکت د نړیوالې سوداګرۍ د رئیس ښاغلی ماتیو ریسمت سره ولیدل چې په دغه ليدنه کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ښاغلی ډاکټر همایون قيومي، د افغانستان د سفارت مستشار مېرمن مدينه قاسمي او د سفارت یو بل استازی هم موجود وو. 
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر په دغه ليدنه کې د مايکروسافټ شرکت سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې چې د افغانستان لپاره د ځانګړي لايسنس زمينه سازي، په ځانګړې توګه د حکومت لپاره د مايکروسافټ د پروګرامونو لکه ونډوز او آفس د ښه ګټې اخیستنې په موخه، د درسي موادو د اسانتياو رامنځته کولو له لارې د برېښنايي زده کړو په برخه کې همکاري، د ښوونځیو لپاره ګټور لوازم او مطالب، د دولتي کارمندانو ظرفيت لوړونه په ځانګړې توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنيکي ټیم روزنه چې زموږ په سالم مديریت سره موثر معلومات، ښه خدمتونه په کم لګښت وړاندې شي او په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو باندې خبرې او بحث وکړ.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته