د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت له لوري پکتیا ولایت ته یوه پلاوی سفر وکړ او د یاد ولایت له مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۲:۶
مخابرات ولایت پکتیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یوه پلاوی چې د وزارت د داخلي پلټنې رئیس ښاغلي مولوي محمد طارق فاروقي په مشرۍ پکتیا ولایت ته سفرو کړ هلته یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له روزنیز مرکز او د یاد ریاست له چارو لیدنه وکړه.

دغې لیدنه کې چې د وزارت د داخلي پلټنې رئیس ښاغلي محمد طارق فاروقي په مشرۍ ترسره شوې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ د څیړنی او پراختیا عمومي رئیس ښاغلي الطاف احمد علمیار او د معلوماتي ټکنالوجۍ د بازار د اړتیاو د ارزونې کارپوه هم شتون درلود لیدنه وکړه.

الطاف احمد علمیار

له کابل څخه پکتیا ته تللي پلاوی د ذکر شوي ولایت د کمپیوټر له ښوونیز مرکز، زده کوونکو لپاره د جوړو شویو ټولګیو، ښوونکو او په ټوله کې د یاد ولایت له مخابراتي او ټکنالوجیکي وضعیت څخه له نیږدې څیړنه ترسره کړ او د مخابراتو او ټکنالوجیکي ودې په موخه یې د دوی هڅې وستایلې 

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست رئیس ښاغلي مولوي نصیرالله هجرت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبري مننه وکړه چې پکتیا ولایت کې  د وزارت د مقام په هڅو د پخوا په پرتله پرمختګونه ډېر شوي، مخابراتي خدمات تر ډېرو لرو پرتوسیمو ته رسېدلي او همدا راز د کمپیوټر ښوونیز مرکز لپاره هم ځانګړې توجه شوې چې له مخې یې اوس یاد ښوونیز مرکز کې ګڼ شمېر زده کوونکي د مجربو ښوونکو له لوري د ټکنالوجۍ او کمپیوټر په برخه کې زده کړې کوي ترڅو په راتلونکي وخت کې ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته