د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوجي سرپرست وزير معرفي شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوجي نوی سرپرست وزير ښاغلی شهزاد اريوبي نن د ولسمشر د دوهم مرستيال جلالتمآب سرور دانش لخوا د وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

په دغو مراسمو کې د چارو د ادارې لوی رئيس ښاغلي داود نورزي، په مطبوعاتي چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکټر نبي مصداق، د مخابراتو پخوانی وزير ښاغلی اميرزی سنګين، د ننګرهار والي ګلاب منګل، د هلمند والي حيات الله حيات، د کار او ټولنيزو چارو پخوانۍ وزيرې اغلې نسرين اورياخېل، د ولسي جرګي وکيلانو او مشرانو جرګې استازو، د وزارت رهبري هئيت غړو، د مدني ټولنو او رسنيو استازو ګډون کړی و.
د غونډې په پيل کې تخنيکي معين سيد احمد شاه سادات ګډونوالو ته هرکلی ووايه او د وزارت د تېرو شپږو مياشتو په لاسته راوړنو يې رڼا واچوله. ورپسې د ولسمشر سلاکار ډاکټر نبي مصداق د سرپرست وزير د تقرر په اړه د ولسمشر حکم ولوست. د ولسمشر دوهم مرستيال جلالتمآب سرور دانش د اقتصادي رشد، اليکترونکي حکومتولۍ او پرمختګ لپاره مخابراتي شکتور اړين وباله او په دې اړه يې د حکومت تعهد څرګند کړ. نوي سرپرست وزير ښاغلي شهزاد اريوبي د وزارت په اوسني وضعيت، په خپلو راتلونکو پلانونو او د اصلاحاتو په راوستو کې د خپلې ژمنتيا څرګندونه وکړه.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۲۴
Background image

د معلوماتي سیستمونو د پراختیا ورکوونکي لوی متخصص د لسو بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه

په دې رقابتي ازموینه کې د شرایطو وړ ۳۵ تنو نوماندانو ګډون کړی و چې لس با تجربه او په شرایطو...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

بېرته خبرونه ته