د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په زرغون شهر سیمه کې د 3G مخابراتي خدمتونه فعال شول

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۳:۱۷
محمد آغه ولایت لوگر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس او د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په هڅو د لوګر ولایت محمد آغې ولسوالۍ په زرغون شهر سیمه کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د مخابراتي سایټ خدمتونه له 2G  څخه 3G  ته لوړ شول.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د دې سایټ په فعالیدو سره اوس د زرغون شهر سیمې اوسیدونکي کولای شي چې چټکو مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو څخه ګټه واخلي او په دې برخه کې خپلې ستونزې هوارې کړي.

د يادونې وړ ده، چې د يادې سيمې اوسېدونکي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاينه کوي او د لوګر ولايت د مخابراتو رياست له هڅو څخه خوښي څرګندوي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۵:۴۲
Background image

د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه (۸۵) تنه فارغ شول

خوست ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له ۳۹ مې دورې څخه د کمپیوټر زده کړو...

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کابل ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د فلټر او بندو شویو سایټونو څار ترسره شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې له لوري د غیر اخلاقی انټرنټي سایټونو او آپلیکشنونو د بندولو...

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۵۶
Background image

ننګرهار ولایت کې دشیډو مؤسسې ۷۵ تنه د معلوماتی ټکنالوجۍ او مبایل جوړونې په برخه کې له روزنې وروسته فارغ کړل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د شیډو مؤسسې تر منځ د هوکړه لیک په اساس یادې مؤسسی ننګرهار ولایت کی ۷۵ تنو ته...

بېرته خبرونه ته